افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
ورکړې دا فتوه تورې بلا ده ناروا ده
تر څو چې د پښتون وجود کې سا ده ناروا ده
شینواري دې حلال شي حق یې نشته چې ژوند وکړي
شینوارو کې مندر او کلیسا ده ناروا ده
منظوره! ستا پرلت که افغان ضد وای بیا نو ښه وه
منظوره! ستا ناره د پښتونخوا ده ناروا ده
زما د مرګ جواز ورسره شته دی هغه دا چې
بس مور راته د ژوند کړې دعا ده ناروا ده
که ته سپوږمۍ ته خېژې ادم ذاده دا ستا حق دی!
روانه که مکتب ته مې حوا ده ناروا ده
پرون چې ستا په سر وه نو ثواب و او روا وه
دا سره خلۍ چې نن په سر زما ده ناروا ده
ساېره قصیدې که د مرګونو کړې بیا واوا
که ووایې ژوند مینه ده ښلا ده ناروا ده
۲۰۱۸ /۰۴/۰۶