د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي قیس هاشمي شعرونه

غزل

په چوکۍ باندې پاس کښېنه معتبره

مشرتوب دې مبارک شه د خان خره

 

ګوډاګي دي په اوږو ستوري ټومبلي

سلامي ورته و نه وهې عسکره

 

ملا نه دى شادولا ورباندې ناست دى

په لغتو يې راتا کړئ له منبره

 

ستا يوه نښه هم نه ښکاري په چا کې

دين دې چاته ور پرېيښى پيغمبره؟

 

په قيامت کې به له شرمه بيا څه وايې؟

که دې ژوند کړي لکه فلم خداى ج له سره

 

ورځ تر بلې دې اخلاق کمزوري کېږي

په ډاکټر باندې ځان وګوره ډاکټره

 

خداى ج دې خېر پېښ کړي صاحبه پېښه څه وه؟

دوې انجونې دې اوس ځغاستې له دفتره

 

خلک تا نه ويني تاته خلک ښکاري

تور حجاب دې دى جوړ کړى له موټره

 

د قوميت بوى ترېنه ځي اوس د يووالي

لمونځ درېږي خوله دې ومينځه ماسټره

 

د کوڅو لارو ويده سپي دي بيدار کړه

قيسه اوس به يې نو ښه خلاص شې له شره

د شاعر نور شعرونه ←