د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي قیس هاشمي شعرونه

غزل

څنګه حال به وي لالیه! دغه حال دی

ستړی زه یمه تکیه راته دېوال دی

 

زه یې وینم نور یې نه ویني کمال دی

ستا د غاړې په غوچوڼي کې یو خال دی

 

زه په ژوند پسې زانګو زانګو روان یم

مرګ په ما پسې د شاه له خوانه ټال دی

 

ولس څوک دی خو یتیم د زمانې دی

وطن څه دی د یتیم خوارکي مال دی

 

ما وې ښه نو زه رښتیا درباندې ګران یم

لیلا ووې قیسه! دا نو څنګه سوال دی

د شاعر نور شعرونه ←