د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي قیس هاشمي شعرونه

غزل

هغه فلم مې تر نورو ‌ډېر خوښېږي

چې هلک یې په اخیره کې مړکېږي

 

ما وې خیر دی یوه بله خولګی راکړه

وې اصراف ښه نه دی غاړه دي بندېږي

 

د عشق تنده ده په هیڅ شي نه ماتېږي

چې شراب وڅښمه لا پسې زیاتېږي

 

ما وې زما و ستا له میني څوک خبر دي

وې نور نه دي خو مورجانه مې پوهېږي

 

چې څه وغواړې له خدایه درسېږي

خانې! تاته نو قیس کله دریادېږي

د شاعر نور شعرونه ←