افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
د مسجد په لوډسپېکر کې چې اذان شو
دکاندار دروازه پورې کړه روان شو
ژوند په دښت کې خراب شوی بس موټر دی
مستري نشته په دعاوو که چلان شو
د واده ټکان چې وشول ګویا ډنګ کړل
وې پلانکی د پلانکی زوی مړ دی اعلان شو
تا چې ونکړ تعلم خیر دې ونکړ
ما چې وکړ خو په ما باندې تاوان شو
پام کوه چې په هیچا پسې مړ نشې
قیس چې مړ شو په لیلا د چا ارمان شو