د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي قیس هاشمي شعرونه

غزل

د هغه بل ځلې کانه و نه کړې

واده و مور مې وې نشه و نه کړې

 

ته لکه زه د راز ساتلو نه یې

چې په ګودر د شپې کیسه و نه کړې

 

د انتظار زور زه په خدای ج که لرم

ووایه نه راځم واعده و نه کړې

 

چې په درېیمې هم مین نه شمه

ژونده همداسې به مزه و نه کړې

 

یو دې په یو بل دې په بل خرڅوي

قیسه! په ښار کې یارانه و نه کړې

د شاعر نور شعرونه ←