د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه

غزل

کعبې ته تللی و خو سوال یې د ایمان ونکړ
خان یو کس مړ کړ چې یې غږ ورته د خان ونکړ

د تلو په شپه دې تر سهاره کونګی ناست ومه خو
حیران یم دېته چې د اوښکو مې باران ونکړ

دغه حالت مې ژړوي چې پسې ژاړمه تل
هېڅکله هغې لېونۍ زموږ ارمان ونکړ

موږ محبت وکړ، بلها ډېرې کیسې تېرې شوې
اخلاص پکې و چې هېچا هم بد ګومان ونکړ

د وخت ګذار او د هېندارې دروغ دغسې وي
ځان ته مې وکتل پر ځان مې شک د ځان ونکړ

په سپین کاغذ داسې لیکلي او خودکُش یې کړی
د یار فراق و، انتظار کې مو ګذران ونکړ

د چا د لاسه مې چې خوب تښی هغه سړي خو
عصمته! ټول ژوند کې یو غږ هم د جانان ونکړ
د شاعر نور شعرونه ←