افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
ژوندون د هرې یارانې جبر دی
که صِرف په ما او په هغې جبر دی
دا چې د يو بل په يا د ژوند تېروو
د ا لا د کومې فيصلې جبر دی
که په هر حال د تېرو به يې اوس
و الله د ورځې هم د شپې جبر دی
موږ اوس ګيله له هيچا هم نه کوو
د ا د قسمت د ارادي جبر دی
چې پاکه مينه ورنه پټه سا تو
بس د ظالمې زمانې جبر دی
هرات پوهنتون۱۳۸۴/۶