د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه

غزل

دا ته چې نن د مينې ملنګان په کاڼو ولي
لږ فِکر ورته وکه هر انسان په کاڼو ولي

ظالمه دا خو ته د بلبلا نو ازار اخلې
دا هره ورځ چې ته ښکلې ګلان په کاڼو ولي

مينه به مو تل لپاره زړونه کډه وکړي
اغياره ته چې تل خوار مينان په کاڼو ولي

ما خوب وليد جانانه اتفاق راڅخه درومي
وای ځکه ستاسو خلک مشران په کاڼو ولي

افسوس دی پښتنو کې د پوهانو قدر نشته
قدرت چې لاس کې واخلي عالمان په کاڼو ولي

ګودر نه چې تيريږ ي په والله احتياط په کار دی
دنن سبا انجونې هلکان په کاڼو ولي
 
د شاعر نور شعرونه ←