د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي درويش روښان شعرونه

غزل

مور مې وی ستا دې دشمنان مړه کيږي
اوس چې مې وچيچي ماران مړه کيږي

په جماتونو کې د ذهرو بوې دی
په مندرونو کې هندوان مړه کيږي

د خپلې خيټې اور يې مړ کړو که نه ؟
چې د کويلې کاريګران مړه کيږي

زمونږ ښارونه د ليوانو ډک دي
زمونږ په غرونو کې زمريان مړه کيږي

ذهر فروش ورځ په ورځ وده کوي
شکر فروش دکانداران مړه کيږي

څه يزدي سوچ دی دروېش روښانه
څه کربلا ده افغانان مړه کيږي
د شاعر نور شعرونه ←