د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي درويش روښان شعرونه

غزل

چې دا خلک د جنګ خلاف لار يون کوي که نه؟
ړنا يې په ذهنونو کې زېږون کوي که نه ؟

ويرژنې پښتنې د لوپټې توهين دې کيږي
خو لوبې په خپل سر باندې مجنون کوي که نه ؟

يارانو ډير ياران مې په يوه خبره پريخي
چې ذکر د خپل قام د صباون کوي که نه ؟

بې درده ماشوقې يې په ذهنونو کې ژوندې دي ؟
خوبونه مينان اوس په ځنګون کوي که نه ؟

زخمونه مې د نوې پېغتلوب د برکت دي
زړيږمه چې زړه مې ترې رغون کوي که نه ؟

پرېوتو دېوالونو راته وی دروېش روښانه
لاسونه دې تڼاکې د پښتون کوي که نه ؟
د شاعر نور شعرونه ←