افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
یو بل به نه ګورو تر منځ فاصله پاتې ښه ده
د خــواهیشاتو د تکـمیل مرحله پاتې ښه ده
چې ما دې بیا د ژوندانه ساحل تـه ورسـوي
د سمندر سینه کې هـغه څپــه پاتې ښه ده
تاتـه راوړې ډالـۍ بـیرته راخستی نـه شـمه
په دغه میز بانـدې پـرته ګلدستـه پاتـې ښه
د پښتنو نه دې وانخيستل شي خپل روایـت
زمونږ په کلي او مالت کې حجره پاتې ښه ده
مـلا دې هـم نـصحتونه پـه جومات کـې کوي
خوسلامت هم ددې ښار میکده پاتې ښـه ده
کـه ورتـه ووایم شـاید چې رانــه لار بیله کړي
اتــله زړه کـې د کلـونــو ګیـله پاتــې ښـــه ده