افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
مخ مې ستون کړه لۀ اسمانه، ناروا راباندې وکړه
یو ديدن درڅخه غواړم، بس همدا راباندې وکړه
پۀ هر حُسن پسې ماته، هرجایي زما نظره
چې پۀ هر بازار دې پېښ کړم، تا سودا راباندې وکړه
اووو! زۀ څۀ خبر وم یاره، چې هېرېږې مې نشه کې
ستا پۀ زړۀ مې دې قسم وي، کۀ چا بیا راباندې وکړه
رب، ژونده، ياره، عقله، پرما حد د ظلم کم دی
څو مضبوط دردونه راکړه، انتها راباندې وکړه
چې مئین تر بلبل نۀ یم! چې پاک نۀ یم لۀ کوترې!!!
تۀ وزرونه راله راکړه! تۀ هوا راباندې وکړه!!!!
ماتې، ماتې سترګې مخ یم، ماتې، ماتې آيئنې ته
خپلو تاندو، تاندو هيلو، څۀ بلا راباندې وکړه
نورمې ؤوېستې لۀ زړۀ نه، ځه پناه مې شه لۀ سترګو
چې وژلم کومې چيغې ، هغه تا راباندې وکړه
يو ځل بیا بدلوم سترګې، بیا دې مخې ته درېږم
هغه مات غوندې باور دې ، یوځل بیا راباندې وکړه