د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه

غزل

زما پۀ حال ، څۀ د مکېز ژړا دې راوسته
الله دې ښاد کړه ، ولا ښه خندا دې راوسته

زما د نېکو دوعاګانو سر لۀ تا مګر
چېرته چې سخته شېبه وه، پرما دې راوسته

ربه! کۀ ګل راوړي یا سترګې پټوي راباندې
مهمه نۀ ده چې لۀ هرې خوا دې راوسته

د ډولۍ مخې ته پۀ مست اټڼ خولې ځوانه
دې ته دې پام دی؟ چې پۀ نۀ رضا دې راوسته!

لۀ مانه غم وړې ځواني به ماته څوک راکړي؟
خېر کۀ تا وړې خوشحالي وه بیا دې راوسته

مینه کۀ ژوند و هم د ډېرو پکې برخه نۀ وه
او کۀ بلا هم وه پۀ چا او چا دې راوسته
د شاعر نور شعرونه ←