افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
زۀ وایم ستا غمونه وړی شمه، ستازړۀ یې مني؟
بې لۀ تا هم پاتې کېدی شمه، ستا زړۀ یې مني؟
زۀ لۀ غروره مجبور لاس به تاله نۀ درکووم
وایم به خپله پاڅېدی شمه، ستا زړۀ یې مني؟
مئین یم،مرم درپسې ژوند دی ډرامه خو نۀ ده
چې زۀ به بیا پکې ژوندی شمه، ستازړۀ یې مني؟
چې ښار دې پرېدم، د غرور پۀ غرونو وخېژمه
ښه چې همداسې لېونی شمه، ستا زړۀ یې مني؟
هغه چې تا پسې مې پرېښودۀ د غرونو شاته
بېرته خپل ځان ته ستنېدی شمه، ستا زړۀ یې مني؟