د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي بهار عیار شعرونه

غزل

تياره ده غنې ، غنې لاره ده زه څنګه وکړم ؟
چې ځان ته راشمه، څه چاره ده، زه څنګه وکړم ؟

په بيخودۍ کې دې هم درده ذائقه حسوم
زاره مې چولو ته تياره ده، زه څنګه وکړم

نه،نه دا زه نه يمه خدايګو که به زه داسې يم
اوس دروغجنه چې هينداره ده، زه څنګه وکړم

زه د ريحان د نوم په ذکر سترګې ځکه تړم
مسته خوشبو يې زما ياره ده، زه څنګه وکړم

ستا د نامې تورى مې کښلى دى د سيند شګو کې
سينه مې ايښې پرې کراره ده، زه څنګه وکړم

عياره درد راته رګونه وچوي د وجود 
زما د ژوند هيله بيماره ده، زه څنګه وکړم
د شاعر نور شعرونه ←