د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي بهار عیار شعرونه

غزل

زما د درک حس، ستا تر سره پورې نه رسېده
دغه سراب تر سمندره پورې نه رسېده

ستا التفات دي زرزري حسنه، رنګینه حسنه
دغه سړی تر دې هنره پورې نه رسېده

ته دومره دنګ وې، له اسمان سره دې سر لګېده
زما قد څه و، دومره بره پورې نه رسېده

یوه ډېوه به دهوا له ډاره نه بلېده
یو زرین شال و، تر څادره پورې نه رسېده

تا که مې لاس د مخه ښې په وخت زور کړی نه وای
پوهېږې، درد مې تر ټټره پورې نه رسېده

یو قدم لاره وه، خو یو عیار په منډه منډه
سلامت کال به ستا تر دره پورې نه رسېده
د شاعر نور شعرونه ←