افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
که چرته دخارخلک اودغره شى سره يوزاى
ابادبه شى وطن که پښتانه شى سره يوزاى
بيا هله به وى صلحه اوايمان په دى وطن کى
چى کله داميراوفقير زړه شى سره يو زاى
اخ دومره بى اسرى شمه چى هيڅ ويلى نشم
ديارد رڼو سترګوچى باڼه شى سره يو زاى
بس دغه يودعاکوم چى دومره رانږدى شو
سحراومازديګرموداکاته شى سره يو زاى
له مانه لاره ورکه کړي په درمى جوړه راشى
رقيب اوجانان دواړه ميلمانه شى سره يوزاى
اخ څومره کوى خوندزه اوجانان چى سره ژاړو
له سترګوموزي اوښکى دا اوبه شى سره يوزاى
مظلومه ژوندخوهغه وي چى يارديارسره وى
چى يوبل ته ورګورى او اوده شى سره يوزاى