د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه

غزل

يار بــــــــه وايي دادڅه له غمه ژاړي
زمــــــازړه دبيـــلتانـــــــه له غمه ژاړي

داخـونه ده چى پتنګ يوازې سوزي
شـــمـعـه ګوره چى دده له غمه ژاړي

خدايه څه شو احمدشاه اوخوشحال خان
ورپــــــسى ټول پښتانه له غمه ژاړي

پلاراوموريى يوځانمرګي ورنه يوړل
يتيــــــــــــــمان واړه واړه له غمه ژاړي

سپيره دښته ده دسرپناه يى نشته
خوار کــوچيان دبارانه له غمه ژاړي

هميــــــــــــــشه ورسره فکردعقبا وي
مٶمنان په هرلمانــــــځه له غمه ژاړي

اى مـظلـومــــــــــه دادنياڅه عجيبه ده
څوک دنفس اوڅوک دزړه له غمه ژاړي
د شاعر نور شعرونه ←