د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه

غزل

ستاحسن ته ټول زوړونه له مستۍ  په هوا ناڅي
شــفق لـه ســمنــدره ترسپــــوږمـــــۍ په هوا ناڅي

ګـلاب غــــــانټــــول نرګـــــس اودلونــــــګــــو اميلونه
بورا بـلـبـل شـــــاهين دى که مرغۍ په هوا ناڅي

هــــــــا پــــورې غره لمن کى څه نــرى شمال لګيږي
ښکاريږي سورکى شال ستاله کيږدۍ په هوا ناڅي

دتــــور اوربل  دلانــــــدې اېــــشارې دبڼو  بريـــــښي
نـظـــرســــره مې زړه له خوشهالــۍ په هوا ناڅي

جـــــوړه چى سره وينې مو،په زړه يى اوربليږي
رقيــب غريب له ډيـــــرې بيـــــوسۍ په هوا ناڅي

(مــظــلـوم) دلاچارۍ په تبه پروت دى نه رغيږي
جـــانــــان ظالـم يى ګوره له هستۍ په هوا ناڅي

دشعـــروشـــاعرې نه دى (مظلومه) جوني زارشه
چـــى وايى پـــه مجــــلســوکى لنډۍ په هوا ناڅي
د شاعر نور شعرونه ←