د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه

غزل

زړه څومره بدرنګه شوې اویارڅومره بدرنګه شو
پریږده محبت مړه داکارڅومره بدرنګه شو۔

ښکلوته لیلام یی کړه بدرنګ یی ورنه وویستل
وګوره دمینی ټهکدار څومره بدرنګه شو

هره ورځ قتلونه دي بمونه او ویرونه دي
اوف خدایه توبه توبه داښارڅومره بدرنګه شو

ها دګلوڅانګه خودورورپه بدو لاړه تری
دادګودرغاړه کی چینارڅومره بدرنګه شو

يه مظلومه زه ترینه سفر ته ملادې وتړه
دې وطن کې څه دي چی روزګاردومره بدرنګه شو
د شاعر نور شعرونه ←