د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي ناصر سروري شعرونه

غزل

د لرې لرې چې مې څـارې او نــيـږدې نراځې
لارې ته ګورې ګوتې شمارې او نيږدې نراځې

څه خبر شوې ده په څه خبر خفه يې مـا نه
په څه خبره غصه ښـکارې او نــيږدې نـراځې

مخ کړم هندارې ته او ته راته ښکاره شي پکې
چې نه راوځي لـه هـيندارې او نيږدې نـراځې

اول يې خپل کړمه اوس لاره بدلوې را څــخه 
لاړې ته لاړې پـــه خــپل لارې او نيږدې نراځې

ناصـره ژوند خـو دلته ګران دى د جـــانانه لرې
هۍ هۍ زما د زړه واکـــدارې او نيـــږدې نـراځې
د شاعر نور شعرونه ←