افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
له ځانــه ورک يم داشنا سترګو کې ځان لټوم
تــوره تياره ده د رڼــا ســترګو کې ځان لټـوم
مينې دې ياره زه دې حـد ته رســولى يم چې
لکه مجنون تل د ليلا ستـرګو کې ځــــان لټوم
د کلي کــــوره يم شـــړلى محبـــت د جــانـان
زه ليــونى اوس دسحرا سترګو کې ځان لټوم
خــــزان وهـــلې وچه پاڼــه يم بى وسه يــمه
زه وچـــه پاڼــه دهـــوا سـترګو کې ځان لټوم
هغه چې نه وي نو خـندا هم مروره ښـــکاري
چې راته ګورې دخندا سترګو کې ځان لټـوم
دظالم لورې ما ناصــر په لـور نــظر هم کــوه
دظالم لورې زه خو ستاسترګو کې ځان لټوم