افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
نه ماښام شته نه ســهر شـــته
نه ښادي شته نه اختـر شــــته
منګي مات او ګودر ړنګ شـــو
نه منګي شته نه ګــودر شتـه
پــــــه اســمان دود د بــــارودو
سپوږمۍ نشته نه هم لمر شته
د الله کـــور یی شهـــید کړ
نه محراب شته نه ممبر شته
زمـــونږ ښــار د غم ولکـه کې
نه ناصــــر او نه سـرور شــته