افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
ته د ښادي زه دغـــمونو ښــار کې
يمه ورک شوى ديادونــــو ښار کې
په ارمانو مې خــاورې واوښــــتلې
پروت يم حيران دارمانونو ښار کې
د دغه چم ښکلا څو چنده ښــکاري
يو ښـــکلى ګل ده دګــلونو ښار کې
دا ښکلي ټول په زړونو اور لګــــوي
چې پاچاهي کـوي دزړونو ښـار کې
(ناصـره) هسې سرګـردان يې روان
يې ســــرګردان داميدونو ښــار کې