د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي ناصر سروري شعرونه

غزل

وهـــــم شپېلۍ راځيني مخ اړوي
د غره شپونکۍ راځيني مخ اړوي

چې مخا مخ سپوږمۍ ته وګورمه
هغه ســــپوږمۍ راځيني مخ اړوي

چې پرې رنګينه ده دزړه دنيا مې
دا ليــــونۍ راځــــــيني مخ اړوي

تل چې په جان قربان لګيا يم ورته
ده په ځـــــوانۍ راځيني مخ اړوي

څنـــګه بـــه زه په زړه ستي نشـمه
دزړه مــــرغۍ راځيني مــــخ اړوي

دا زه ( ناصــر)ورته اظهار وکــړمــه
شـــي په مستۍ راځيني مـخ اړوي
د شاعر نور شعرونه ←