افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
په څه خبردې پریښودم اشنا په نیــمه لاره
چی پاتې شوه زما څــخه خندا په نیمه لاره
تر تـا پوری درتله هم جانانه دومره ګران وو
چې لاړه لــه وجـــوده زما سـاه په نیمه لاره
چې ته يې خوشحالي وي داژوند وې مینه مینه
بی تا چــې په ژړا يــم نیـــمه خوا په نیمه لاره
د خپلو څه یـــریږمه له پــردو مې ګیله نشته
چې دلته کې هم زوی پریږدي بابا په نیمه لار
یوڅوک وو ملا یې ماته وه امسا باندې روان وو
ظالم چې ترینه واخیسته امسا په نیمه لاره
ناصـــره ځان دې ساته ملګرتیا ملطبي شوې
خــنــــدا کې درسـره وي دا ژړا په نیـــمه لاره