افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
مونږه که بېل هم کړې زمونږ په بېلېدو نه کېږي
مينه د زړه کار دى کمبخته په پيسو نه کېږي
اختر څه داسې شو چې څوک ورته خوشاله نه دى
زړونه مات شوي دي نکريزې په لاسو نه کېږي
زړه به مې نه خوږېږي ، ته به راته نه يادېږې
واوره دې نه اوري باران دې په شېبو نه کېږي
خدايه ! ما واخله خړ ماښام دى او خالي لاس يمه
خدايه ! ما واخله ژوند په دومره بې وسو نه کېږي
ډاډه شبو ورکه ده ځه نو پسې ورګرځېږه
دا اسان کار نه دى الله ته په زارو نه کېږي