د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي هدايت الرحمن ډاډ شعرونه

غزل

خړه مې شناخته پرې د پاسه شنې خازې ملنګه
راشه ! په قبر راته بلې که ډيوې ملنګه

له تانه څه پرده خو خداى رانه ناراضه نه شي
مور مې مريضه ده او نشته دى پيسې ملنګه

راسره جوړ هم دي او بيا هم راته کندې باسي
ماسره کېږي رنګا رنګه حادثې ملنګه

زه چې مکتب کې وم نو يو سړي ته ډېر ګران وم
زما په ذهن کې دي ډېرې خاطرې ملنګه

ډاډه يارانو نه ګيلې مه کوه جار دې شمه
هر څه محدود ساته تر خپلې اندازې ملنګه
د شاعر نور شعرونه ←