افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
مسافرۍ کې او د دومره فاصلو با وجود
شبو يادېږې مې د ډېرو اندېښنو با وجود
زړه مې تنګ شوى سمندره تاته راغلمه
څوک مې پيدا نکړه د ډېرو ګرځېدو باوجود
هلته سورنى غږېږي ، دلته زما ساه ډوبېږي
ته واده کېږې او زما د مړ کېدو باوجود
توره وريځ ده په کوټه کې ښکته پورته ګرځم
راباندې اور بل ، د باران د ورېدو باوجود
له خدايه جار شم ډاډ له خدايه ګيله من نه يم خو
ته يې را نکړلې د شل کاله غوښتو باوجود