افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
خوښ به دې نه شم زه تور داغ يمه په سپينه لمن
څيرې ګرېوان قطره ، قطره زړه او ريښينه لمن
له ما به نه پوښتې چې ولې او په څه وشېده؟
د بې باورو ښار کې خدايه ج دا مهينه لمن!
درد مې د زړه په هر يو ګونځې ګوتې و نښلوي
لکه ماشوم چې مور نه ونيسي شېرينه لمن
متکبره! ته دې دې بل متکبر ته ګوره!
او يو ملنګ ورته نيولې څه په مينه لمن
په کې له ورايه او له کبره سېکې مه غورځوه
تاته خو هسې هم بې قدره ده نيازبينه لمن
ستا په سينه د تمامي عمر ارام خوبونه
ښه زه به کله شم وېده ستا په وريښمينه لمن؟
د جنت دارو په محل کې باچا غواړي جنت
د زړه په سترګو درته نيسې ګلورينه لمن