افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
په سوچ کې پروت يمه او خوب تر نيمو شپو نه راځي
زه به تر څو ويخ يم او هغه به تر څو نه راځي؟
ستا له انکار نه ځار انکار دې هم دا ستا غوندې دى
په پښتو ژبه راته وايې چې پښتو نه راځي
هغسې دروغ وايي چې زړه زما اوبه ، اوبه دى
له دې کنګل نه خو يو څاڅکى د اوبو نه راځي
لمر مخيه ستا ياد په کې هر ماذيګر ډوب شي کنه؟
زما د زړه سمندر ولې په څپو نه راځي؟
دا د عشق لاره ده هر څوک په کې په خپل زړه راځي
د جنون لاره ده هيڅوک په کې په پښو نه راځي
باچا نور پوه کړئ چې بس نور په زنګېدو نه راځي
باچا دې نور په نيمه شپه له مېکدو نه راځي