د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه

غزل

د چا یاد او خالي جام تشې پیالې
څه بې کیفه دی ماښام تشې پیالې

ګرځومه صبح شام تشې پیالې
تقدیر راکړې ستا په نام تشې پیالې

ډک جامونه د اغیارو په نصیب 
زما برخه وي مدام تشې پیالې

قطار تېر په دغه لار د میخوارانو
چې پرتې دي ګام په ګام تشې پیالې

بې اهنګه، بې سروره، بې الفته
ژوند ترخه کچه بادام تشې پیالې

یو سړي سره ډک جام دی محترم دی
یو سړی کړلو بدنام تشې پیالې

د ړندو فتوو له ډاره درمان ګله
ساتی نشم سرعام تشې پیالې
د شاعر نور شعرونه ←