افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
ښه پرې پوهېږو چې خطر په کې د سر دى زمونږ
په بې باورو باندې بيا ولې باور دى زمونږ؟
ښه څنګه والوزو زخمې، زخمې وزر دى زمونږ
ژوند يو سفر دى او نيمګړى دا سفر دى زمونږ
قصور د سترګو دى او ښکيل په کې نظر دى زمونږ
سينه شپېلۍ، شپېلۍ قطره ، قطره ځيګر دى زمونږ
مونږ ملنګان يوو ځکه تار د يارانو غزوو
مونږ بې هنره يوو همدغه لوى هنر دى زمونږ
خلک چې وخاندي نو پوه شوو چې اختر دى په دوئ
خلک چې وژاړي نو پوه شوو چې اختر دى زمونږ
د محبت وږې يوو ځار ستا په راتګ ژوندي يوو
که نه باچا وپوښته دى په حال خبر دى زمونږ