د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه

غزل

کره خبره ده چې زوړ به شې خو سوړ به نه شې
مينه کې داسې خراب شوى يې چې جوړ به نه شې

زما دا خيال وو چې زما په تلو به مرې ما پسې
زه څه خبره ومه لاليه چې نا جوړ به نه شې

د خپل غرور له دنګو څوکو اوس را لوېږې څنګه؟؟؟
تا خو ويل چې هيڅ راښکته له دې پوړ به نه شې

دا امکان نه لري چې يار به يې غدار به نه يې
دا امکان نه لري چې مار به شې کربوړ به نه شې

چې په ورښمين اوربل لاسونه په مزه راکاږي
درده باور لرمه ځوان به شې خو زوړ به نه شې

تشې پيالې ته شونډې ولې بوڅوې نياز باچا؟
که ډک جامونه درته کېږدمه هم موړ به نه شې
د شاعر نور شعرونه ←