افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
نه ما يواځې پرېدې نه راسره ځې په لاره
دومره څوک نه کوي په چا باندې نخرې په لاره
خماره نه دې زنګومه د کعبې په لاره
خماره مه مې زنګوه د مېکدې په لاره
د محبت د ناکامۍ د غرغرې په لاره
وجود مې مات, مات دې او زړه زرې, زرې په لاره
زما له سترګو نه زما سترګو ته بيا رالوېږي
ښه څنګه وشيندم د خپل ارمان ايرې په لاره?
څوک جنت پرېدې د جنت په طمع ورهم نه شي
څوک هسې ورشي په باور د عقيدې په لاره
ځوانۍ خو هسې ستا د ياد په پلونو پلونه کېښول
باچا ته هم وايې راځه د زمانې په لاره?