د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي عبدالغفور حنانزاده شعرونه

غزل

جنون لګیا وي ځان مشـغول په ربابونو ساتي

داسي ماهی وي چي سینه په دریابونو ساتی
 
د سینــد په غـاړه به ځنګـیـږي لیـونی لیــونی
لیدلی حال به د زړګي په ډک جامـونو سـاتي
 
وي به مین څیري ګریوان به د ملنـګ ګرځوي
نسکور ګیلاس چپه منګی له خومارونو ساتي
 
دمیني زور وي پردي خپل، خپل پردي جـوړي
له ځـانه ورک فکـر دخیال په ګومانـونو ساتي
 
کلي ته راشي څیري ړستونی په شلیدلو جامو
پلـمه خـیرات تـسه جـولۍ له ماښامونو ساتي
 
ستا په نـظر حنانزاده په مـوۍ خانو د عاشـق
خـو د زړګـي ارمـان له سخـتو ګناهونـو ساتي
د شاعر نور شعرونه ←