د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي عبدالغفور حنانزاده شعرونه

غزل

د پتنـګ شمعـه چـي مړه شي لیونی شي

دوړه دوړه شی ایره شي سپــیلنـی شـي

د جـنون دردونه پـټ پـه زړګـــي سـاتــي
تورو شپــو کي خزنده شـي میــړنی شي
 
د ګریوان تڼۍ شلیدلی ملـنګ خـوب کړي
په خـیالو کي مستــانه شـي بېـړنی شـي

د شمال په لوري خـوله کړي اسـویلي ته
پریادونه یي سوخـته شي غـرڅنـی شـي
 
د سهار په سپیده چاو کي ملا کلـک کړي
ریـڼه وړانـګه لکه ایـنه شي دورانی شـي

خـدایه واخله حـنانـزاده دعشـق پـه لاره
چـي بـې اوره لو لپـه شـي سحرنی شي
د شاعر نور شعرونه ←