افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
وخت په تېرېدو ښه دی
زړه باچا د زړو ښه دی
يه زما د زړه ښاره
دلته ژوند د ښو ښه دی
هغه يې پخلا نه کړه
دا سړی په څو ښه دی
اوس ددې وطن سهار
تېر ته په کتو ښه دی
تل چې مې په سترګو وي
زړه ته په راتلو ښه دی
وه دريځه ! دا کلی
ښه دی په سړو ښه دی