د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي عبدالله صداقت شعرونه

غزل

 هسکې شملي لري په سر لکه نښتر پښتانه 

په ستر حمزه بابا ښه ښکاري دخیبر پښتانه 
 
چې په سفر کې دحجاز یې هم په زړه ورېدل 
ښکلی بابا نه مې قربان شه لر او بر پښتانه 
 
دتور تمو مخه چې نيسي سپين سبا راولي 
خدای دې همداسې لري تل سهر سهر پښتانه 
 
څه که خوره پرې خامو شي ده خو غزل یې اورم 
حمزه ، خاطر په هر غزل کې و دسر پښتانه 
 
زېږه خمتا ، خړه شړۍ سره شډله ځواني 
دي غلیمانو ته په سترګو کې خنجر پښتانه 
 
ځکه دې هر غزل کې ستایمه بې دره ژوندون 
چې تر ېنه لاړو خوشحال خان شول در په در پښتانه
د شاعر نور شعرونه ←