د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي عبدالله صداقت شعرونه

غزل

 دچا په یاد راته لمبه لمبه کېدې زړګیه 

لکه دشمعې بلېدې او سوزېدې زړګیه 
 
دفراق شپې وې ناکراره کراريو سره 
چې مې د اوښکو ډيوې بلې بلېدې زړګیه 
 
ستا دیادونو خاطرې مې په زړګي انځور دي 
چې مې دمینې په ساحو کې تېرېدې زړګیه 
 
نور دریبار دځوابونو سلسلې ختمې شوې
ځکه باران غوندې مې اوښکې توېدې زړګیه 
 
په صداقت مې دزړګې وینې ورکړي ورته 
چې داغ مې جوړ شو پر لمن وزو رېدې زړګیه
د شاعر نور شعرونه ←