د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي عبدالله صداقت شعرونه

غزل

 تورې شپې دي ما سهار ليدلی نه دی 

خزان راغی ما بهار ليدلی نه دی 
 
پيمانې راکړه ساقي چې پرې نشه شم 
مودې کېږي ما خمار ليدلی نه دی 
 
شمعې بلې کړﺉ تيارې راته رڼا کړﺉ
ما په غټو سترګو يار ليدلی نه دی 
 
ديد نونه به مو کله سره کېږي 
ګرانې ما خو ستا ريبار ليدلی نه دی 
 
صداقته بيا دچانه تپوس وکړم 
ما په سترګو الينګار ليدلی نه دی
د شاعر نور شعرونه ←