د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي عبدالله صداقت شعرونه

غزل

 خوا کې چې غلی مې صنم تېریږي

زما په زړه به څومره غم تېریږي 
 
کړې وعده به بیا پوره کړي کله 
ښه نه ده دا چې له قسم تېریږي 
 
ښکاري چې یار مې هم پدې راضي وي 
چې مې رقیب په کلي چم تېریږي 
 
پل صراط کې به ودریږم ورته 
په دغه لار به ټول عالم تېریږي 
 
دد نیا ژوند به وي همدا سې کنه 
لکه چې عمر په شبنم تېریږي 
 
دزړه له کومي یې لیکمه درته 
چې مې غزلې له قلم تېریږي 
 
لږ یې دحال پوښتنه وکړه يوځل 
په صداقت څومره ستم تېریږي
د شاعر نور شعرونه ←