افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
ساقی ياد دمیخاني کړي راته ډکې
ستا غمو نو پیماني کړي راته ډکې
دماشوم زړګی ارمان راځنی واخلې
له دردونو زماني کړي راته ډکې
ها ! دوصل اومیدونه ټول اسیر شول
چې فراق تری جیلخاني کړي راته ډکې
دجنون ژوندون مې ټول ازغې ازغې
خپل قسمت مې ویراني کړي راته ډکې
يو ! دمینی نازکخیاله تصور دی
له وختو نو افسانی کړي راته ډکې
دتیارو په سمندر کې ( صداقته )
شو ګیرو هم بهانې کړي راته ډکې