افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
راشه ياره ګل د انتظار لري
هر ګل ته چې ګورم زړه کې ښار لري
هلته دميېنو ديدنو نه وي
ځه چې ځو ګودر ته دنګ چنار لري
وچې شونډی ناست په میخانه کې یم
مودي وشوي ساقی بلا خمار لري
دنګ ملنګه ولی مرور ګر ځی
ستا دیدن ته هره کوڅه لار لري
نغمو کې ( صداقته ) خپلو اکي غواړی
حجره دهر پښتون منګی سیتار لري