د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي عبدالله صداقت شعرونه

غزل

 دزړه په کور مې ميلمنه شوه مينه 

کله چې ښکلې پښتنه شوه مينه 
 
لکه دپرخې څه شېبه غوندی وه 
وخوړه سترګو نذرانه شوه مينه 
 
دکلي کور ښکلا وي ښکلي خلک 
ښکلو ته جوړه جېلخانه شوه مینه 
 
ماغوره کړې دمنصور لاره ده 
راته نصیب قصا بخانه شوه مینه 
 
مخ دجانان چې لټومه په کې 
پتنګ ته تکه سره لمبه شوه مینه 
 
په صداقت چې ورته ګورمه زه 
ولې له مانه بې ګانه شوه مینه
د شاعر نور شعرونه ←