افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
راشه په شونډومې مو سکا وګوره
دمينې بله تما شا وګوره
چې په ځير ځير دې راکتلې راته
اوس دې په سترګو کې نو ،ما وګوره
په دود دژېړ مازيګري رخصت شو
دغه انداز مې داشنا وګوره
ته یې کعبه مې دزړګي جانانه
احرام تړم طواف زما وګوره
په صداقت که درياد يږمه زه
سپينې سپوږمۍ ته نن بېګا وګوره