افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
ووایم چاته مـــی دزړه خـــبـــری
چی ورته وکړمه یو څـــه خبـــرې
ستا په زړګی به اشنا څه تیریږی
راشه چی وکړم درته زه خـــبـرې
تنده په دری خبرو نـــه ماتــیــږي
درته کوم څلور پـنــڅــه خـــبــرې
شپــې د فـراق دي تسلي راکـوه
د وصـــــال وکــړه راتـه ته خـبـرې
هسـکـه شمـله دې یـادوم خيبره
ځـکـه کـووم د پـښـتانـه خـــبـرې
چي پس له مرګه مي يادګار پاتې شي
په صــداقـــت د ژو نـــدانــــه خــــبـرې