د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي شاهنواز باقر شعرونه

غزل

ښه راته ياد شو په اسمان کې چې سپوږمۍ تېريده
زه چې ماشوم وم نو اکثر به مې روپۍ تېريده

چې به راويښ شوم په څنګل کې به مې چغې کړلې
چې به ويده شوم په درياب کې به کشتۍ تېريده

د مصور دغه تصوير په ښار کې ډېر خرڅيده
لاندې کېږدۍ وه او د پاسه پرې مرغۍ تېريده

د زندګۍ په منځ کي بيا د مرګ پيغام خور شوی 
د هديري په منځ کي بيا د چا ډولۍ تيريده

زما د سترګو نه به خلې راوته باقره!
زما په زړه کې به د چا د ياد څيلۍ تېريده

د شاعر نور شعرونه ←