د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي شاهنواز باقر شعرونه

غزل

مړ یمه ځان ژوندی کومه خودکوشي کومه
توبه توبه بیا به څو کاله زندګي کومه

د محبت تندې اخیستی په ځان نه پوهیږم
ستا په بنګړي باندې لګیا یمه کوهي کومه

اې عزرایله راپسې خو به ته نه یې کنه?
دا چې له کوره بهر وځمه تادي کومه

خدایه لګیا یمه دعا دررسول غواړمه
خدایه لګیا یم په لاسونو کې سوري کومه

باقره! څه وکړم په ما باندې راوغورځیږي
د ژوند دیوال سره چې هر څومره خواري کومه

د شاعر نور شعرونه ←